وفاقي تحقيقاتي ادارې (اېف آئي اے) د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان په ضد مقدمه درج كړې ده۔

باغی ټي وي رپورټ
د سرچينو ترمخه د سيفر غائب کولو په اړه د ايف آئي اے د ترهه ګرۍ په ضد ونګ کښې مقدمه درج شوې ده چې پکښې د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان نوم هم شامل دې۔
سرچينې وائي چې د ايف آئي اے د ترهگرۍ ضد څانگه کې د ډي آئي جي رتبې افسران د دې معاملې پلټنې کوي.
بل اړخ ته ايف آئي اے د تحريک انصاف چيئرمېن سره د لاپې سائيفې په معامله تحقيقات کړي دي۔
سرچينې وايي، د سيفر د ورکېدو په اړه د ګډې پلټنيزې ډلې غړو په اٹک جيل کې له عمران خان څخه پوښتنې وکړې.
د ايف آئي اے ذرائعو ترمخه د پي ټي آئي چيئرمين سره د ډپټي سپرنټنډنټ جيل په دفتر کښي ملاقات شوي دي۔
د سیفر سره څه معامله ده؟
ياده دي وي چي د پي ټي آئي چيرمين عمران خان په امريکه کښي د پاکستان سفير د پيغامونو يا سيفرونو په بنياد د خپل حکومت خلاف د سازش کيسه جوړه کړې وه چي پکښي عمران خان وئيلي وو چي د ده د حکومت په نسکورولو کښي د امريکي لاس دے د قامي سلامتيا کمېټۍ غونډه کښې د سيفران په اړه د پي ټي آئي حکومت دريځ مسترد کړے شوے دے۔
د دې تر څنګ د عمران خان او د هغه د پخواني سیکرټري اعظم خان د سیفر په اړه یو آډیو لیک هم مخې ته راغلی چې په کې عمران خان ویلي چې اوس موږ ته یوازې لوبه کول دي، د امریکا په نوم نه، بلکې دا لوبه روانه ده. دا نیټه لا دمخه وه، چې اعظم خان ورته په ځواب کې وویل چې زه فکر کوم چې د دې سیفر په اړه یوه غونډه وشي.
وروسته وفاقي کابينې د دې معاملې تحقيقات ايف آئي اے ته وسپارلو۔
اعظم خان د پي ټي آئي په حکومت کې د هغه وخت د وزيراعظم عمران خان پرنسپل سيکرټري وو او وزيراعظم ته ډېر نزدې ګڼل کېده.
یوه پوځي ویاند دا خبره رد کړه
د سيفر په اړه د آئي اېس پي آر پخواني ډي جي ليفټننټ جنرل بابر افتخار وويل د سيفر د ډرامې کولو کوششونه شوي او د سياسي فائدې ترلاسه کولو په غرض افواهات او غلط خبرونه خپرول شوي دي.






