نگران وزیراعظم انوارالحق کاکړ د خپلې کابینې لپاره مشاورت مکمل کړی دی.

باغی ټي وي رپورټ

د سرچينو له مخې د نگران کابينې لپاره تقريباً ټول نومونه فائنل شوي دي اؤ اوس يواځې وروستى صلاح مشورې روانې دي چې له هغې وروستو به نن د نگران کابينې اعلان کولى شي.

سرچينې وائي نن به نگران کابينه نهايي کيږي او امکان دى چې سبا به دکابينې غړي سوګند کوي.

د سرچينو له مخې داطلاعاتو وزارت په نگران کابينه کې دمحمد علي دراني نوم شامل نۀ دى، خو امکان دى چې داطلاعاتو وزارت دفاعي چارو کارپوه سيد محمد علي ته ورکړل شي.

سرچينه وايي، په پام کې ده چې په سرپرسته کابينه کې د بهرنيو چارو وزارت مسووليت پخواني ډيپلوماټ جليل عباس جيلاني ته وسپارل شي، چې په امريکا کې د پاکستان پخوانى سفير هم پاتې شوى دى.

سرچینه زیاتوي، چې د مالیې د سرپرست وزیر لپاره د سلطان علي الانا نوم نهايي شوی و، خو د دوه ګوني تابعیت له امله د مالیې سرپرست وزیر لپاره دوه نور نومونه په پام کې نیول شوي، چې یو یې د مالیې د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

دسرچينو ترمخه دخزانې دوزير لپاره دخزانې پخواني وزير حفيظ شيخ اؤ دسټيټ بينک پخواني گورنر رضا باقر نومونه نۀ دي غورزول شوي.

سرچينې وائي چې دکورنيو چارو دوزير لپاره دسرفراز بګټي نوم ډير مخې ته راځي چې يو علت يې دکورنيو چارو پخوانى وزير دى.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

有道下载

WPS Office

有道下载

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram电脑版