د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د توشه خانې کيس کښې د سزا خلاف اپيل سماعت لپاره مقرر کړے شوے دے۔

باغی ټي وي رپورټ

د پي ټي آئي چيئرمېن د سزا خلاف د اپيل اورېدنه به د اګست په 22مه نېټه اسلام آباد هائي کورټ کښې کيږي۔

ډويژنل بينچ به د پي ټي آئي چيئرمېن لخوا د سزا خلاف د اپيل اورېدنه کوي۔دوه کسيزه بنچ به په چيف جسټس عامر فاروق او جسټس طارق جهانګيري مشتمل وي۔

ياده دې وي چې د اسلام اباد سيشن جج همايون بابر د اګست په پنځمه د توشه خانې په کيس کې د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان ته د درې کاله بند او يو لک روپو جرمانې سزا اورولې وه، چې وروسته عمران خان په زمان پارک کې ونيول شو. په هماغه ورځ اټک زندان ته انتقال شو.

پاکستان تحريک انصاف د ټرائل کورټ د فيصلې او د عمران خان د اډياله جيل نه اډياله جيل ته د منتقلولو په ضد عدالت کښې درخواست جمع کړے وو۔

اسلام اباد هائي کورټ هم د عمران خان د کورنۍ غړو او وکيلانو ته په اٹک جيل کې د هغه سره د ملاقات اجازه ورکړې ده او پرون بشرا بي بي په اٹک جيل کې د عمران خان سره نزدې دوه ساعته ليدنه وکړه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

有道下载

WPS Office

有道下载

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram电脑版