پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ (ن) صدر شهباز شريف په لندن کې د پخوانۍ اسمبلۍ حنا پروېز بټ سره د ناوړه سلوک سخته غندنه کړې ده.

0
199

باغی ټي وي رپورټ

په سوشل ميډيا خپل يو بيان كښې شهباز شريف وئيلي دي چې د مسلم ليګ (ن) زنانه غړې د پي ټي آئي كاركوونكو په نښه كړې، د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان په پرله پسې دروغو او جعلي خبرونو سره د خپلو پلويانو دماغ ويش كړې۔

پخواني وزيراعظم وويل دا ډول کردارونه په بهر کې ميشتو پاکستانيانو ته ذلت رسوي، دغسې پيښې په هيڅ تهذيب کې ځاي نۀ لري.

بل لوري ته دتحريک انصاف کور کميټۍ په بهر کې په رامنځته شوې پيښه د (ن) ليګ مشر د افسوس څرګندونه کړې ده.

اعلاميه کښې وئيلي شوي دي چې ګستاخانه او کم اخلاقي معيارونه د تحريک انصاف سټائل نه دي او نه ئې مني.

حنا پروېز بټ څه شوې؟

ياده دې وي چې په لندن کې د مسلم ليګ (ن) له مشرې حنا پروېز بټ سره د ځورونې پېښه شوې وه.

حنا پروېز بټ په سوشل مېډيا د وېډيو په خپرولو سره ليکلي چې د پي ټي ائي بې ادبه او بد اخلاقه خلکو په لندن کې زما د زوی مخې ته په ما بريد کړی، بوتلونه يې پرې اچولي او فحشا يې خرڅوي.

هغه وويل، چې بد اخلاقه کسان په دې ډول کړنو سره د پاکستان نوم روښانه کوي او يا يې بدناموي.

د مسلم لیګ ن مشر زیاته کړه چې د خدای شکر دی چې زما مشر نواز شریف تل د صبر او مدنیت درس ورکړی چې موږ به یې هیڅکله نه پریږدو.

Leave a reply