د لاهور د عمومي روغتون ډاکټران وايي، رضوانه تر اوسه د ګرځېدو په حالت کې نه ده، یوازې کېناستلای شي او له کوټې بهر په ویل چیر راوړل شوې ده.

0
154

باغی ټي وي رپورټ

د لاهور د جنرل هسپتال ډاکټرانو واضحه کړې ده چې د تشدد ښکار شوې رضوانې تر اوسه پلاستیکي سرجری نه دی کړی.

د طبي بورډ مشر پروفیسور جودت سلیم وايي، د پلاستیکي جراحۍ ټیم د رضوانې درملنه کوي، خو تر اوسه د رضوانې پلاستیکي جراحي نه ده شوې.

ډاکټران وايي، د پلاستیکي جراحۍ ټیم دوه ځله د سر، مخ او خونې زخمونه پاک کړي، وروسته له دې چې د زخمونو انتان په بشپړه توګه له منځه لاړ شي، د پلاستیکي جراحۍ ټیم به عملیات وکړي.

دوی دا هم ویلي، چې رضوانه تر اوسه د ګرځېدو په حالت کې نه ده، یوازې کېناستلای شي او په ویل چیر کې له کوټې بهر راوستل شوې ده.

د یوې نجلۍ پر وړاندې د تاوتریخوالي کیس

د لاهور په عمومي روغتون کې د یوې ۱۴ کلنې نجلۍ رضوانې د درملنې په موخه د جولای په ۲۴ مه د پېښې په اړه راپور خپور شو. مات شو او هغه له سختې وېرې سره مخ شوه. قاضي د مېرمنې د رواني ستونزو اعتراف وکړ

وی نیوز سره په مرکه کې د سول جج عاصم حفیظ د خپلې مېرمنې د رواني ستونزو اعتراف وکړ او ویې ویل چې هغه به سخته وه، خو مېرمنې یې ورته ویلي وو چې هېڅکله یې نه وه وهلې او داسې نه ده ښودلې

Leave a reply