د اپوزیسیون پخواني مشر راجا ریاض ویلي دي چې زمونږ مشرانو پریکړه کړې چې انتخابات به په فبرورۍ کې کیږي.

0
144

باغی ټي وي رپورټ

راجه ریاض په یوه مرکه کې ادعا کړې ده چې د سیاسي ګوندونو مشرانو د فبرورۍ په میاشت کې د انتخاباتو د ترسره کولو پریکړه کړې ده چې دوه تر څلور شپږ ورځې مخکې یا د فبرورۍ له پنځلسمې نیټې وروسته تر سره شي.

هغه وويل، چې پخوا ويل کېدل، چې ټاکنې بايد وځنډول شي، خو ١٥ ورځې وړاندې پرېکړه وشوه، چې ټاکنې د فبرورۍ په مياشت کې تر سره شي او ټاکنې به د ٢٠١٤ زېږديز کال په فبرورۍ کې تر سره شي.

پخواني اپوزيشن ليډر وويل چې کاغذ او پنسل واخله او زما خبرې وليکه چې ټولټاکنې به د فرورۍ په ١٧مه يا د فرورۍ په ١٥مه يوه اوونۍ وړاندې کېږي.

بل پلو د کورنیو چارو پخواني وزیر او د (ن) لیګ مشر رانا ثناءالله نن په ننۍ خپرونه کې له شاه زیب خانزاده سره د خبرو پر مهال ویلي، چې د نگران سیٹ اپ سره هېواد مخ په وړاندې نه ځي او باید اجازه ورنه کړل شي.

هغه وويل چا چې په رياست بريد کړى هغه بايد په هغه رياست کې دسياست کولو حق نۀ لري، نوازشريف دوه ځله هيواد له بحران څخه راوويست، په اوسنيو حالاتو کې به ولس د نواز شريف خبرې واوري.

Leave a reply