طالبان: ترکیه د نړۍ مهم هېواد دی مرستې ته یې اړتیا لرو

طالبان: ترکیه د نړۍ مهم هېواد دی مرستې ته یې اړتیا لرو

د طالبانو ویاند سهیل شاهین په یوه تازه مرکه کې ویلي چې ترکیه د نړۍ مهم هېواد دی او مرستو ته یې اړتیا لري.

 

2021 / 8 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)

پر افغانستان د طالبانو تر کنټرول وروسته د طالبانو یو ویاند سهیل شاهین د ترکیې د دولت اړوند یوې ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې ویلي چې دوی د ترکیې مرستو ته تر ټولو ډېره اړتیا لري. هغه څرګنده کړې چې د افغانستان ټول مهم بنسټونه بیا رغونې ته او دوی په دې برخه کې د ترکیې مرستې او همکارۍ ته د نړۍ د هر بل هېواد په پرتله ډېره اړتیا لري. شاهین ویلي چې ترکیه یو مهم لوبغاړی دی، دا هېواد د نړۍ یو معتبر او پیاوړی هېواد دی او په اسلامي نړۍ کې له تر ټولو غوره ځای ځایګي برخمن دی نو له دغه هېواد سره اړیکې له هیڅ کوم بل هېواد سره د پرتلې وړ نه دي. هغه ترکیه ورور هېواد بللی او زیاته کړې یې ده چې دوی به په راتلونکې کې له ترکیې سره ډېرې ښې اړیکې ولري. د یادونې ده چې تر دې وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم ویلي و چې دی له طالب مشرانو سره لیدنې ته چمتو دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网