ډي آئي جي لاهور عمران کشور وئيلي دي چي د پاکستان تحريک انصاف چيئرمين عمران خان نيولي شوي دي۔

0
173

باغی ټي وي رپورټ

جيو نيوز ته په يوه مرکه کې ډي آئي جي لاهور عمران کشور وويل کله چې هغه دگرفتارۍ امر ترلاسه کولو وروستو زمان پارک ته رسيدلى وؤ نو بندې شوې دروازې نۀ وې پرانستل شوې چې له امله يې پوليس دروازې ماتې کړې وې.

هغه وویل کله چې دوی په یوه کڅوړه کې د پوټلي په ایرو کې پراته توویز ته لاس اچول پیل کړل، بشری بي بي مقاومت وکړ او ویې ویل چې تاسو یې مه لاسوهئ، دا سپیڅلي شیان دي. د ډي آئي جي عمران کشور په وينا بشرې بي بي هم پوليس سره بد سلوکي کړې او وئيلي يې دي چې پوليس ضرور د پيسو کتلو دپاره راغلي وي .

ياده دې وي چې د اګست په پنځه ويشتمه عدالت د پاکستان تحريک انصاف چيئرمين عمران خان ته د درې کالو بند او درې لکه روپو جرمانه سزا اورولې وه۔

پاکستان تحریک انصاف هم په عدالت کې درخواست جمع کړی چې د عمران خان د اټیک جېل نه اډیاله جېل ته د منتقلولو او د مقدمې د عدالت د جج فیصلې کالعدم ګرځولی شي.

Leave a reply