چيف اليکشن کميشنر نن غرمه يوولس بجې د حلقه بندۍ په اړه غونډه رابللې ده۔

باغی ټي وي رپورټ

د سرچينو ترمخه اليکشن کميشن وفاقي اؤ صوبائي نگران حکومتونو ته دانتخاباتو لپاره غوره ماحول جوړولو هدايات کړي اؤ هر سياسي گوند ته يې د ليول پلینگ فيلډ ورکولو امر کړى دى.

د اليکشن کميشن په خط کښې وئيلي شوي دي چې نگران حکومتونه دې د پاکو او شفافو انتخاباتو لپاره د اليکشن کميشن ملاتړ يقيني کړي په داسې حال کښې چې اليکشن کميشن پخوانيو وزيرانو، وزيرانو، مشاورينو او د اسمبلۍ غړو نه غوښتنه کړې ده د حکومت د کورونو د خالي کولو او د وزيراعظم په شمول ټولو ته د حکومتي ګاډو د واپس کولو امر هم وشو.

د دې نه علاوه هغه نگران حکومتونو ته هدايات هم ورکړي چې د وفاق او صوبو ورځنۍ چارې پرمخ وړي.

اليکشن کميشن د اسټيبلشمنټ ډويژن سيکرټري، سنده او بلوچستان چيف سيکرټرانو ته هم خط ليکلي او د اليکشن کميشن په منظورۍ د انتظامي افسرانو د تبادلې امر ئي کړی دی.

په ليک کې ليکل شوي چې ټول هغه اداري مامورين چې په ټاکنو کې نفوذ کولای شي بايد بدل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *