سکر کې د وژل شوي خبریال جان محمد مهر د وژنې مقدمه د ۱۱ نومونو او ۳ نامعلومو کسانو په ضد درج شوې ده.

0
101

باغی ټي وي رپورټ

د پولیس وینا ده چې د وژل شوي خبریال جان محمد مهیر ورور لخوا درج شوي شکایت کې درج شوي ایف آی آر له مخې وژل شوی کس په نښه شوی او وژل شوی، بااثره خلک ترې ویره لري او ورته ګواښونه هم کیدل.

بل خوا د سکر په ګډون د سندهـ په بېلابېلو سيمو کې د خبريالانو ټولنې لخوا د قاتلينو د نيولو لپاره لاريونونه روان دي.

پولیسو له سکهر، شکارپور او روهري څخه ۱۵ شکمن کسان نیولي دي په داسې حال کې چې جیو فینسنګ هم روان دی.

ياده دي وي چي تيره ورځ سکهر کښي خبريال جان محمد مهر د نامعلومه کسانو ډزو کښي وژلے شوي وو۔

د پوليسو ترمخه خبريال جان محمد مهير په کوئنس روډ ددفتر څخه کورته روان وؤ بريد شوى چې له امله يې هغه ژوبل شوى دى.

د سندهـ وزيراعلي مراد علي شاه په سکهر کې په قاتلانه بريد کې د وژل شوي خبريال جان محمد مهر د کورنۍ غړو لپاره د يو کروړ روپو امداد اعلان کړی دی.

د پاکستان براډکاسټرز ایسوسی ایشن د یو لوړرتبه خبریال په وژنه ژور خفګان څرګند کړی دی.

Leave a reply