د شمالي وزيرستان په رزمک سيمه کې د تندلارو په ضد دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې دوه تندلاري وژل شوي دي.
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) په وینا، امنیتي ځواکونو د اګست په ۱۴مه او ۱۵مه شپه د وزیرستان په رزمک سیمه کې د ترهګرو د موجودیت په اړه د معلوماتو پر اساس عملیات وکړل.
د آئي ايس پي آر ترمخه سکيورټي فورسز د ترهه ګرو پټنځاي محاصره کړے دے د کومي نه پس چي د ډزو تبادله شوي ده چي پکښي دوه ترهګر وژل شوي او د وژل شوؤ ترهګرو نه وسله او بارودي مواد هم ترلاسه شوي دي۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي وژل شوي ترهه ګر د سکيورټي فورسز په ضد په ترهګرئ کاروائيو، په زوره اخستو او د بيګناه خلقو په هدفي وژنو کښي ککړ وو۔
د آئي ايس پي آر ترمخه په سيمه کښې د نورو ممکنه ترهګرو د له مينځه وړلو لپاره کاروائي روانه ده د سيمې اوسيدونکو د عملياتو ستاينه کړې او د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره ئي د خپل مکمل ملاتړ څرګندونه کړې ده۔