د لاهور احتساب عدالت د پاکستان د تحریک انصاف پخوانی مشر پرویز الهي د پنجاب پخوانی وزیراعلی په شپږ ورځني جسماني ریمانډ د قامي احتساب بیورو (نیب) ته سپارلی دی.
باغی ټي وي رپورټ
نيب پروېز الهي د احتساب عدالت ته وړاندې کړو او د 14 ورځو جسماني ريمانډ يې وغوښتل.
د نيب پراسيکيوټر وارث جنجوعه وويل د ګجرات او منډي بهاؤالدين په پرمختيائي پروژو کې د رشوت اخستو په تور د مختلفو کسانو نه پلټنې شوي، د ګجرات د 2 حلقو لپاره د 72 اربه روپو پرمختيايي پروژې منظورې شوي دي.
ده دريځ خپل کړو چې پرويز الهي وزيراعلي په حيث د200ؤ څخه زياتې پروژې په غيرقانوني توګه منظورې کړې وې، مونس الهي ددغو پروژو لپاره کک بیکونه ټاکلي وؤ.
د پرويز الاهي وکيل امجد پرويز وويل چې په سپريم کورټ او لاهور هائيکورټ کې ورته يو مقدمه اوريدنه روانه ده.
احتساب عدالت کښې د اورېدنې په مهال پرويز الٰهي د کور خوراک، شخصي معالج او دوايانو د سهولت غوښتنه کړې ده۔ په دې اړه د نيب پراسيکيوټر عدالت ته وويل چې پروېز الهي ته دا سهولتونه پخوا هم ورکړل شوي دي.
عدالت دلائل اوريدلو نه پس د پرويز الاهي په جسماني ريمانډ د اګست تر 21مه نيټه منظور کړے دے۔