سترې محکمې د حلقو د حدبندۍ په اړه مسله اليکشن کميشن ته واپس لېږلې ده.

باغی ټي وي رپورټ
په سپريم کورټ کې د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې دوه کسيز بينچ د سندهـ کې د صوبايي حلقو پر ضد د الېکشن کمېشن د درخواستونو اورېدنه وکړه چې په ترڅ کې يې چيف جسټس آف پاکستان ريمارکسونه وکړل چې حلقې د خلکو په ګټه دي، څو څو ځله ستره محکمه د بندیانو مسله راغله.
چيف جسټس ريمارکس ورکړو چې اليکشن کميشن دې حلقه بندۍ په شفافه توګه ترسره کړي، د ډاټ حلقې لږ څه هم د اميدوارانو په ووټونو باندې اغيزه کوي، سندهـ د حلقو په اړه ډير حساس دى، سندهـ کې اکثره وخت دباو اچول کيږي چې حلقه بنديانې سمې نه وې.
د اوريدنې په مهال چيف جسټس پوښتنه وکړه چې اليکشن کميشن عام انتخابات کله کوي؟ د ټاکنو کمیسیون مشر په دې اړه خپل اوږه وخوځول.
چيف جسټس وويل تر دې مهاله دانتخاباتو لپاره کومه نيټه نۀ ده ټاکل شوې نو بايد اليکشن کميشن دټولټاکنو څخه وړاندې ټول مسايل حل کړي.
وروسته سپریم کورټ د حلقه بندیو مسله د انتخاباتو کمېشن ته حواله کړه.
ياده دې وي چې په سندهـ کې د صوبايي حلقو پي ايس ٧، ٨ او شکارپور ٩ حلقې په سپريم کورټ کې چیلنج شوې وې.





