د پي ټي آئي چيرمين عمران خان وراره حسن نيازي د ايبټ آباد پوليسو د کوئټې پوليس ته حواله کړے دے۔

0
208

باغی ټي وي رپورټ

د پوليسو ترمخه دبلوچستان دکورنيو چارو رياست ته يو خط هم ليږل شوى چې ملزم لاهور ته راولي او دقانوني عمل وروستو به حسن نيازي دلاهور پوليس کوئټې ته وړل کيږي.

د پوليسو ترمخه ملزم حسن نيازي په جناح هاوس کېس کې دلاهور پوليسو ته مطلوب دى اؤ تورن دامنيتي ځواکونو يونيفارم اغوستلو تورن دى.

ياده دي وي چي حسن نيازي تيره ورځ ايبټ آباد کښي ګرفتار کړے شوے وو، په هغه باندي د مئ په نهمه نيټه په جناح هاؤس حمله کښي د لاس لرلو تورونه دي۔

د ایف آی آر د متن له مخې حسن نیازی خلکو ته بغاوت ته هڅولو مجرم دی.

Leave a reply