انټربینک کې د روپۍ په مقابل کې د ډالر ارزښت دوام لري.

باغی ټي وي رپورټ
تیره اونۍ د سوداګرۍ په پای کې، په انټربینک کې د ډالر ارزښت کم شوی او ډالر په 288.49 روپۍ تړل شوي.
نن د سه شنبې په ورځ د کاروباري هفتې په پیل کې په انټربینک مارکیټ کې د روپۍ په مقابله کې د ډالر په قدر کې لږ زیاتوالی راغلی.
د کاروبار په مهال د ډالر قدر نوره هم ښه شو او انټربینک ایکسچینج کې د ډالر بیه 3 روپۍ 62 پېسې شوه.
په انټربینک بازار کې دا مهال د یو ډالر نرخ ۲۹۱ روپۍ ۷۵ پېسې دی.
په ازاد بازار کې هم ډالر ګران شوي او په ازاد بازار کې د يو امريکايي ډالر بيه ٣٠٢ کلدارې ده.





