نگران وزيراعظم انورحق کاکړ د خپلې کابينې د جوړولو لپاره سلا مشورې ګړندۍ کړي دي۔
باغی ټي وي رپورټ
د سرچينو ترمخه نگران وزيراعظم پخپله دټولو شخصيتونو دڅيړنې فيصله کړې ده اؤ انوارالحق کاکړ هم دخپلې کابينې دکمولو فيصله کړې ده.
سرچینه زیاتوي، چې سرپرست وزیر له خپلو همکارانو سره په خبرو کې ویلي، چې نه غواړي هېواد له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي، زما پروتوکول دې لږ تر لږه وساتل شي، لګښتونه دې وشي او خلک دې زیانمن نه شي.
د سرچينو له مخې د نگران کابينې لپاره په بيلا بيلو نومونو غور روان دى چې پکې جليل عباس جيلاني، شعيب سعدل، احسن بهون، سرفراز بګټي او ذوالفقار چيمه په نومونو غور کيږي.
سرچینه زیاتوي، چې د پوهنې پخواني وزیر محمد علي دراني ته به د اطلاعاتو وزارت څوکۍ ورکړل شي.