د اسلام اباد هائي کورټ د پي ټي آئي غړې شندانه ګلزار ته امر کړی چې سبا عدالت ته وړاندې شي.

باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد هائي کورټ کښې د ترهه ګرۍ لاندې د پي ټي آئي غړې شاندانه ګلزار ګرفتارۍ په ضد دائر درخواست باندې اورېدنه وشوه۔
د اسلام اباد هائي کورټ جسټس بابر ستار حکم ورکړے چې شاندانه ګلزار دې سبا عدالت ته وړاندې کړی شي.
عدالت پرون آئي جي اسلام آباد هم په شخصي توګه احضار کړ او وې وئيل چې کوم پوليس افسر چې ضلعي مجسټرېټ ته معلومات ورکړي هغه دې هم سبا عدالت ته حاضر شي.
عدالت د ډي سي اسلام آباد نه تر پرون پورې د دريو مياشتو لپاره د ايم پي اوز ريکارډ هم غوښتې دې۔






