د تحريک انصاف وائس چيئرمېن شاه محمود قريشي وئيلي دي چې د نگران حکومت لخوا پورته شوي ګامونو سره به د سياسي کشمکش صورتحال کم شي۔

0
230

باغی ټي وي رپورټ

خپل يو بيان كښې شاه محمود قريشي وويل دا به ښه وي چې په نګران سېټ اپ كښې رښتيا هم بې طرفه خلك موجود وي، نگران حكومت د پي ټي اېم لخوا رامنځته شوې تشنج ختمولو چانس لري، په نگران سيټ اپ كښې بايد غير جانبدار كسان راشي۔ چې دوی وکولای شي د ټاکنو له کمیسیون څخه په سمه توګه ملاتړ وکړي.

هغه وویل، تمه ده چې د سرپرست حکومت په اقداماتو سره به د سیاسي کړکېچ حالت کم شي، که چېرې سرپرست حکومت د نېک نیت په توګه د نیول شویو مېرمنو د خوشې کولو اعلان وکړي، ښه پرمختګ به وشي.

دپي ټي ائي مشر وويل نگران حکومت دې باوري کړي چې پخواني وزيراعظم ته دې دقانون مطابق سهولتونه ورکړل شي ولې دلويې گوند مشر ته دقانون مطابق اسانتياوې نۀ ورکول کيږي؟

Leave a reply