د تحریک انصاف مشر صمصام بخاري د ګوند پرېښودو اعلان کړی دی.

باغی ټي وي رپورټ
صمصام بخاري لخوا په جاري شوي بيان کې د مئ د نهمې نيټې د پيښې د غندلو په ترڅ کې ويل شوي چې د هر محب وطن پاکستان په شان زه هم د نهم مې د پيښې په کلکه غندم.
هغه وویل چې دی به هیڅکله د تشدد په سیاست باور ونکړي او نه دا یوه طریقه ده.
صمصام بخاري وویل، دا وطن زموږ دی، ادارې زموږ دي، د هېواد لپاره باید په ګډه کار وکړو.
بل لوري ته صمصام بخاري د استحکام پاکستان ګوند له مشر جهانګير ترين سره ليدلي دي.
دسرچينو له مخې صمصام بخاري د ثبات پاکستان ګوند سره دګډون فيصله کړې ده.






