په وفاقي حکومت کې د واک د بدلون په تناظر کې به په سول انتظاميه کې کوم لوی بدلون نه راځي.
باغی ټي وي رپورټ
نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ د خپل پخواني صدر شهباز شريف درې سينير نزدې ملګري برقرار ساتلي دي په داسې حال کې چې کوم وفاقي سيکرټري به په سمدستي توگه نه وي ايستل کيږي.
باخبره سرچينو دي نيوز ته ويلي د وزيراعظم پرنسپل سيکرټري ډاکټر سيد توقير حسين شاه، د شهباز شريف پخوانې سلاکار او د ٢٢ درجې ريټائرډ افسر احد چيمه او جوائنټ سيکرټري محب علي نوي وزيراعظم برقرار ساتلي دي.
ډاکټر سید توقیر به د روان کال په اکتوبر میاشت کې د پاکستان د ګروپ اجرایوي رییس په توګه نړیوال بانک ته د شاه نوید بلوچ پر ځای د څلور کلنې دورې لپاره لاړ شي.
سرچينې وائي چې امکان شته چې احد چيمه ته به د وفاقي وزير مساوي مقام ورکړل شي.
د اطلاعاتو د ډلې يو افسر، د وزيراعظم مطبوعاتي سيکرټري عبدالاکبر به هم په هغو افسرانو کې شامل وي چې په خپله دنده پاتې وي.
بلخوا سرچينو وئيلي دي چې ارشد منير خان چې د بي پي ايس 21 ګريډ ته ترقي ورکړے شوې ده د عاصم کچي په ځائي به د پرنسپل انفارميشن افسر (PIO) په توګه تعينات شي۔ بريګيډير تاجديد به د وزيراعظم د پوځي سکرتر په توګه کار ته دوام ورکوي.
سرچينې زياته کړې چې د روانې اونۍ په وروستيو کې به د وفاقي کابينې اعلان وشي او د وفاقي وزيرانو او وزيرانو له خوا د نويو څېرو د معرفي کېدو امکان شته.