د سندهـ نګران وزيراعلي لپاره د جسټس ريټائرډ مقبول باقر په نوم اتفاق شوے د اپوزيشن ليډر رانا انصار او ايم کيو ايم هم منظوري ورکړې ده۔

باغی ټي وي رپورټ

د سندهـ ایالت د نګران اعلی وزیر پر سر د پاکستان پیپلز ګوند او متحده قومي موومنټ (ایم کیو ایم) ترمنځ کړکېچ پای ته رسېدلی دی.

سرچينې دعوه کوي چې ايم کيو ايم او پيپلز پارټۍ په يو کانديد اتفاق کړى دى، د ايم کيو ايم رابطه کميټۍ د جسټس (ر) مقبول باقر په نوم اتفاق کړى دى.

د سرچينو ترمخه دجسټس مقبول باقر نوم د سندهـ وزيراعلي مراد علي شاه وړاندې کړى ؤ، د ايم کيو ايم مخالف مشر رانا انصار د ګرانډ ډيموکريټک الائنس (جي ډي اے) په مشوره د جسټس (ر) مقبول نوم تجويز کړى ؤ. باقر منظور شو.

د سندهـ نګران اعلی وزیر نومول شوي جسټس باقر مسلکي ژوند ته یوه کتنه

جسټس (ر) مقبول باقر په کال 1957 کې زیږیدلی، د هغه تعلق کراچۍ سره دی، مقبول باقر د کراچۍ یونیورسټۍ څخه ایل ایل بی مکمل کړی او په 1981 کې په بار کې شامل شو.

مقبول باقر په 2002 کال کې د سندهـ هائي کورټ جج او بيا په 2013 کې د سندهـ هائي کورټ چيف جسټس وټاکل شو.

جسټس (رټ) مقبول باقر په ۲۰۱۵ کال کې د پاکستان د سترې محکمې د قاضي په توګه وټاکل شو او د ۲۰۲۲ کال د اپریل په ۴ مه د سترې محکمې د قاضي په توګه تقاعد شو.

نوموړی په ۲۰۱۳ کال کې هم په یوه ترهګریز برید کې سخت ټپي شوی و. په برید کې د نوموړي د امنیتي منسوبینو په ګډون ۹ تنه شهیدان شوي دي.

د سندهـ ګورنر کامران ټيسوري د جسټس (ر) مقبول باقر د نگران وزيراعلي په توګه د تقرر منظوري ورکړې او نوټيفيکيشن يې هم جاري کړی دی.

د ګورنر هاؤس د سرچينو له مخې د سندهـ د نگران وزيراعلي د سوګند پورته كولو دستوره به د اګست په 16مه نېټه كېږي۔

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载