د کوئټې په شرقي بائي پاس حسنين ټاون کې د نامعلومه کسانو په ډزو کې يو خاوند، مېرمن او يو ماشوم وژل شوي دي.

باغي ټي وي رپورټ
د پوليسو وينا ده چې دپيښې وروستو ملزمان تښتيدلي، پوليس اؤ امدادي کارمندان دپيښې ځايې ته رسيدلي اؤ مړي يې روغتون ته رسولي دي چرته به چې ضروري کارروائي کولى شي.
په سمدستي توګه د ډزو علت معلوم نۀ دى، پوليسو د وژنې په اړوند بيلابيلو اړخونو پلټنې پيل کړي دي.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاء الله لونګو د ډزو له امله د خاوند، مېرمنې او یو ماشوم د وژل کېدو د پېښې نوټس اخیستی دی.
د صوبې د کورنیو چارو وزیر له اړوندو چارواکو څخه د پېښې راپور غوښتی دی.






