د نگران وزیراعظم د ټاکلو مسله وروستي پړاو ته داخله شوې ده.
باغي ټي وي رپورټ
دسرچينو ترمخه دمسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف د نگران وزيراعظم نوم فائنل کړى دى، نواز شريف دپخواني صدر اصف علي زرداري، مولانا فضل الرحمان اؤ شهباز شريف سره صلاح مشورې بشپړې کړي دي.
سرچينې وايي، د نگران وزيراعظم په اړه يواځې پخواني صدر اصف زرداري، مولانا فضل الرحمان او شهباز شريف خبر دي، د آئين ضرورت پوره کولو لپاره به شهباز شريف د نگران وزيراعظم په اړه د نهايي فيصلې لپاره د اپوزيشن ليډر راجه رياض سره ليدنه کوي.
وزيراعظم او اپوزيشن ليډر به تر دوه اړخيزه مشاورت وروسته د نگران وزيراعظم اعلان کوي۔
د نگران وزيراعظم په نوم فيصله به نن شپه لس بجې کيږي: رانا ثناالله
بل خوا د جيو نيوز پروګرام عاج شاهزيب خانزاده سره خبرو کې د کورنيو چارو وزير رانا ثناء الله وويل چې ايم کيو ايم د کامران ټيسوري نوم ورکړی دی، پيپلز پارټۍ به هم يو يا دوه نومونه ورکوي، مولانا فضل الرحمان وويل چې په کومه فيصله يې کوي. د لومړي وزیر وړاندیز به تصویب شي.
داخله وزير وئيلي دي چې د نگران وزيراعظم په اړه به فيصله نن شپه لس بجې کيږي۔