د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون غونډه د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال په مشرۍ ترسره شوه.
د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون غونډه د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال په مشرۍ ترسره شوه.
7 اګست دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ، تیره ورځ د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې، د هیواد پر وروستیو سیاسي تحولاتو او پرمختګونو، دوحې ته د اسلامي امارت د پلاوي پر سفر او هلته پر شویو مذاکراتو بحثونه وشول.
اړوند موضوعات
افغان دولت سیاسي کمیسیون غونډه کې د ګاونډیو هیوادونو سره پر اړیکو هر اړخیز بحث ترسره شوی.
همداراز په دې غونډه کې، د یو شمېر مهمو موضوعاتو او مسایلو په اړه لازم تصميمونه هم ونیول شول.