د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د پيمرا ترميمي بل واپس اخستو اعلان کړے دے۔

0
144

باغي ټي وي رپورټ

د سېنېټ د اطلاعاتو لپاره د سېنېټ قائمه کمېټۍ غونډه د سېنېټر فوزيې ارشد په مشرۍ كښې وشوه په كوم كښې چې د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل د پيمرا زوړ تور قانون ختمول غواړي نو پيمرا د ترميم آرډيننس راوستو خو په دې ترميم د خبريالانو ټولنې تحفظات موجود دي۔ د بل نه پس پیمرا د ترمیمی بل واپس اخستو اعلان اوکړو.

مريم اورنګزېب وويل نوي تجويزونه هم مخې ته راځي، د راتلونکي حکومت لپاره غوره ده چې دغه بل په تفصيل سره وګوري، په لنډ وخت کې د بل په اړه پرېکړه کولو نه ښه ده.

ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې د قامي اسمبلۍ د اطلاعاتو قائمه کميټۍ د پيمرا ترميمي بل 2023 منظوري ورکړې وه چې د پاکستان براډکاسټرز ايسوسي ايشن لخوا هم هرکلے شوې وه ولي د پيمرا په ترميمي بل د خبريالانو ټولنې تحفظات څرګند کړي وو۔ ویل شوي، چې د دې بل په اړه له ژورنالیستانو سره هیڅ ډول مشوره نه ده شوې.

د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزېب تيره ورځ کراچۍ پريس کلب کښې د خپلې دورې په مهال خبريالانو ته باور ورکړو چې که د پيمرا بل په يو شق کښې هم د خبريالانو ټولنه تحفظات لري نو دغه بل به تر هغه منظور نه شي چې تحفظات ختم نه شي۔

Leave a reply