د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) چيرمين عمران خان د اٹک جيل نه اډياله جيل ته منتقلولو لپاره اسلام آباد هائي کورټ کښې درخواست دائر کړے شوے دے۔

باغي ټي وي رپورټ

د پي ټي آئي چيرمين وکيل نعيم حيدر پنجوته د عمران خان اډياله جيل ته منتقلولو لپاره اسلام آباد هائي کورټ کښې درخواست دائر کړے دے۔

د نعیم پنجوتا لخوا جمع کړې شوې درخواست کښې استدعا شوې ده چې د پي ټی آئي چیئرمېن ته دې جیل کښې اې کلاس ورکړل شی او د پی ټی آئي چیئرمېن قانونی ټیم ته دې جیل کښې د ملاقات اجازت ورکړے شی.

درخواست کې دا هم غوښتل شوي چې عمران خان ته دې د هغه شخصي معالج، د کورنۍ غړو او د ګوند له مشرانو سره د لیدو اجازه ورکړل شي.

ياده دي وي چي دوه ورځي وړاندي د توشه خانه کيس کښي د پي ټي آئي چيئرمېن ته د درې کاله بند او يو لاکه روپو جرمانه سزا اورولې شوې وه۔

تيره ورځ د پاکستان تحريک انصاف وائس چيئرمېن شاه محمود قريشي تور لګولې وو چې عمران خان په اٹک جيل کښې په نهه ويشتو نمبرو کښې ساتلے شوے دے او سي کلاس ورکړے شوے دے۔

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

有道下载

WPS Office

有道下载

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载

Telegram电脑版