وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې ثاقب نثار او د هغه سازشي ډلې نواز شريف په جعلي مقدمه کې مجرم ګرځولی دی.

باغي ټي وي رپورټ
په قصور کې يوې جلسې ته په وينا کې وزيراعظم شهباز شريف د اګست په نهمه نيټه د قومي اسمبلۍ د منحلولو اعلان وکړو.
ده ووئيل چې په ټولټاكنو كښې به د ولس پرېكړه مني او كه مسلم ليګ (ن) ته چانس ورنه كړو نو د نواز شريف په مشرۍ به د خپل ژوند لپاره مبارزه كوي او پاكستان به لوي كوي۔
وزيراعظم وويل په ملک کې د اربونو ډالرو په ارزښت معدني خزانې موجودې دي خو په ٧٥ کالو کې يې ولس ته هيڅ ګټه نۀ ده رسيدلې بلکې په پېچلو معاملو کې اربونه روپۍ ضايع شوې دي.
هغه زیاته کړه چې ثاقب نثار او سازشي ډلې نواز شریف په جعلي مقدمه کې مجرم ګرځولی دی.






