په پاکستان کې افغان سفارت سرپرست د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر سره د باجوړ پر برید غمشریکي کړی.

0
159

په پاکستان کې افغان سفارت سرپرست د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر سره د باجوړ پر برید غمشریکي کړی.

6 اګست یکشنبه 2023

په پاکستان کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن یکشنبه سلام آباد کې د افغانستان سرپرست سفیر، ښاغلي م.سردار احمد شکیب په باجوړ سیمه کې د جمیعت علماء اسلام ګوند پر پلویانو د چاودنې له امله د یاد ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ته د پېښې قربانیانو په تړاو د نوموړي په کور کې د فاتحې او غم شریکۍ مراتب وړاندي کړل.

 

لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بې باورۍ له منځه وړل، د دوه اړخیزه دوستانه اړیکو لاپیاوړتیا او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هم تفصیلي خبري وشوې.

اړوند موضوعات

اسلامي امارت د پاکستان هیواد خیرپښتونخوا ایالت باجوړ سیمه کې د جمعیت علماء اسلام ګوند پر غونډه چاودنه غندلې.

یاده دې وي چې تیره اونۍ د پاکستان خیبرپښتونخوا ایالت باجوړ سیمه کې د یاد ګوند پر یوه غونډه برید کې لسګونه کسان مړه او ټپبان شول.

Leave a reply