بدخشان ولایت کې د کور او ښار جوړولو وزارت تر نظارت لاندې د یو باب ښوونځي ډبره کیښودل شوه.

0
71

بدخشان ولایت کې د کور او ښار جوړولو وزارت تر نظارت لاندې د یو باب ښوونځي ډبره کیښودل شوه.

6 اګست یکشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کور او ښار جوړلو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بدخشان ولایت په فیض اباد ښار کې د کور او ښار جوړولو ریاست په شپږمه ناحیه کې د وکیل اباد د لومړني ښوونځي د جوړیدو له چارو څارنه او ساتنه کوي.

 

یاد ښوونځی د اتو درسي ټولګيو په درلودلو سره د ملګرو ملتونو د ګډوالو د برخې د عالي کمیسارۍ لخوا تمویلیږي، چې د بنسټ ډبره یې د کور او ښار جوړولو وزارت د انجنیرانو د نظارت لاندې کیښودل شوه.

اړوند موضوعات

په سیداباد ولسوالۍ کې د سیمې خلکو په خپل لګښت د یو منځني ښوونځي د بنسټ ډبره کېښوده

 

د کور او ښار جوړولو ریاست په قراردادي شرکت ټینګار وکړ چې د دې ښوونځي د جوړیدو چارې دې د کور او ښار جوړولو ریاست د انجنیرانو د څارنې لاندې پر مخ یوسي تر څو د یاد ښوونځي چارې په معیاري ډول سرته ورسیږي.

Leave a reply