بلخ ولایت کې د باختر نباتي غوړیو دولتي شرکت کلونه وروسته یوځل بیا پر فعالیت پیل وکړ.

0
92

بلخ ولایت کې د باختر نباتي غوړیو دولتي شرکت کلونه وروسته یوځل بیا پر فعالیت پیل وکړ.

 

6 اګست یکشنبه 2023

د بلخ ولایت سیمه اییز چارواکي وایي چې یاد ولایت د باختر نباتي غوړیو دولتي شرکت کلونه وروسته یوځل بیا پر فعالیت پیل وکړ او یاد شرکت کې به د غوړیو سربیره د صابون تولید هم کیږي.

 

چارواکي وايي، دغه شرکت چې لس کاله وروسته بېرته فعال شو، شاوخوا یونیم میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی په فعالېدو سره یې څه باندې ۶۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

 

د دغه شرکت د مسوولینو په وینا د غوړیو د تولید دغه کارخونه په یوه ورځ کې له څلور تر شپږ ټنو پورې د نباتي غوړیو د تولید ظرفیت لري.

اړوند موضوعات

پس از یک دهه در بلخ، شرکت دولتی روغن نباتی باختر بازسازی و شروع به فعالیت کرد

 

مسوولین وايي، په دې فابریکه کې له نړۍوالو معیارونو سره سم تصفیه شوي غوړي تولیديږي او بازار ته یې وړاندې کوي.

Leave a reply