پوليسو د توشه خانې په کيس کې د نيولو امر وروسته د پي ټي ايي چئیرمین عمران خان د کور دننه نیولی دی.
باغي ټي وي رپورټ
دسرچينو ترمخه دپوليسو سکيورټي ټيم وارنټ سره زمان پارک کې د عمران خان کور ته رسيدلى چرته چې چارواکو دعمران خان امنيتي افسرانو ته وويل چې دتحريک انصاف دچيئرمين دگرفتاري وارنټ دهغه دگرفتارۍ لپاره رسيدلى دى.
سرچينې وائي چې پوليس کور دننه ورغلي اؤ عمران خان يې نيولى، په دې ترڅ کې دپوليسو يو گاډى دننه او پاتې نور کسان بهر پاتې دي، عدالت نن دپي ټي ائي چيئرمين عمران خان په شخصي توګه احضار کړى دى.
د سرچينو ترمخه دپوليسو اؤ عمران خان ترمينځ څه موده خبرې اترې هم روانې وې چې دپي ټي ائي چئیرمين دگرفتارۍ په وخت کې کوم مزاحمت نۀ وۀ کړى نو هغه دکور دننه څخه په گاډي کې اچول شوى اؤ نياز بيګ يې دهغه په لوري بوتلو. پولیس د کور موټروې څخه اسلام آباد ته روان شول.
سرچينې وائي کله چې عمران خان ونيول شو نو په دهرمپوره، جيل روډ اؤ مال روډ کې دپوليسو په گڼ شمير کې گډون کړى شوى ؤ اؤ زمان پارک ته تلونکي سړکونه هم بند کړل شوي وؤ چې په مهال يې څوک زمان پارک ته نۀ شي ننوتلى.
سرچينې وايي، چې د نيول کېدو پر مهال د عمران خان ډېر نږدې ملګري هم ورسره وو، چې له جيو نيوز سره په تماس کې يې د “هو” په ليکلو د عمران خان د نيول کېدو پخلی وکړ.
دسرچينو ترمخه دپي ټي ائي دمشر عمران خان ميرمن هم دگرفتارۍ په مهال موجود ؤ اؤ دعمران خان شاوخوا 11 شخصي ساتونکي هم موجود وؤ خو دغه مهال کوم مزاحمت نۀ دى ليدل شوى.