د کراچۍ ښاروال مرتضی وهاب د سندهـ هاکي ایسوسی ایشن صدر هم شو.
باغي ټي وي رپورټ
په کراچۍ کې د سندهـ هاکي ايسوسي ايشن بورډ غونډه شوې چې پکې د سندهـ هاکي ايسوسي ايشن صدر مرتضي وهاب د ټاکلو فيصله شوې ده.
د ايګزيکټيو کميټۍ غونډه د نائب صدر اولمپئن حنيف خان په مشرۍ شوې وه چې پکښې 18 ګډون کوونکو غړو په متفقه توګه د کراچۍ ښاروال مرتضي وهاب د سندهـ هاکي ايسوسي ايشن صدر ټاکلو فيصله کړې وه۔
د مرتضی وهاب نه وړاندې اولمپئن صلاح الدین د سندهـ هاکي ایسوسی ایشن صدر وو.
اولمپئن حنیف خان وايي د کراچۍ ښاروال مرتضی وهاب په رضامندۍ سره هغه ته د سندهـ هاکي ایسوسی ایشن د صدر څوکۍ ورکړې شوې ده.
په دې اړه مرتضي وهاب وويل چې د سنده هاکي ايسوسي ايشن صدارت يې د چيلنج په توګه منلی دی، د سنده هاکي ايسوسي ايشن صدر کېدل د وياړ خبره ده.
هغه وويل چې له بده مرغه قومي سپورټ هاکي زوال دى، سندهـ حکومت تل د هاکي ملاتړ کړى، د هاکي ليجنډانو ته يې د سرپرستۍ غوښتنه وکړه، ما منع نه کړل.
د کراچۍ ښاروال وويل، هڅه به وکړي چې په کراچۍ کې د هاکي وقار بحال کړي او د هاکي ملي سپورټ ته هغه ځای ورکړي چې پخوا يې درلود.