هېواد نه د وتلو په موخه یوې ښځې الوتکه کې ماشوم وزېږاوۀ

هېواد نه د وتلو په موخه یوې ښځې الوتکه کې ماشوم وزېږاوۀ
یوې افغانې مېرمنې په دې موخه چې هېواد ترک کړي د حمل دوران کې الوتکې ته پورته شوه.
2021 / 8 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
تېره ورځ یوه افغانه مېرمن چې غوښتل یې له هېواده د وروستي بد وضعت له امله ووزي، د حمل نېټې سره سم الوتکې ته پورته شوه، روغتیايي کارکوونکو ویلي چې یادې ښځې د المان هوايي حدودوکې حمل کړی. دوی ډاډ ورکړی چې د ښځې او ماشوم روغتیايي حالت ښۀ دی.
د یادونې وړ ده چې له هېواد نه د تېښتې له امله زرګونه کسان د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته راټول شوي چې ۱۷ کسه د ګڼې ګوڼې له امله پکې وژل شوي.






