تمه چې د آسيا ماشومانو په نوم سيالۍ د روسيې ولاديو سټوک ښار کې ترسره شي، دغو سياليو ته درې افغان ورزشکاران هم ورغلي دي.
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش رياست وايي چې د تکواندو د برخې درې افغان لوبغاړي هر يو ازاد بېک، روحيد او فريدون هم دغو سياليو کې د ګډون په موخه روسيې ته روان شوي دي.
دغه سيالۍ به سبا (د جولای ۲۷مه) پيل او د اګست مياشتې تر ۸مې نېټې پورې دوام وکړي.
د آسيا د ماشومانو په نوم يادو سيالو کې به له ۱۱ هېوادونو څخه ورزشکاران په ۱۶ بېلابېلو برخو کې په خپلو منځونو کې سیالۍ وکړي.