ولې ځينې کسان د خوب پر مهال په لاره ځي؟
د خوب پر مهال په لاره تلل، د انسانانو له عجيبو چلندونو څخه ګڼل کېږي او د دې لپاره چې په دې راز پوه شئ چې ولې ځينې کسان د خوب پر مهال په لاره ځي، غوره به دا وي چې د خوب د کيفيت په اړه لنډه توضيح وړاندې شي.
مونږ خوب ته اړ يوو، ځکه د بدن ستړې عضلې او غړي مو استراحت ته اړتيا لري؛ ترڅو د ژوند د دوام، کار او فعاليت لپاره تازه انرژي پيدا کړي.
په مغز کې د خوب لپاره يو مرکز شتون لري. دا مرکز، د انسان خوب تنظيموي.
يانې خوب ته تلل او راويښېدل د مغز له همدې ساحې څخه کنټرولېږي.
اوس ښايي وپوښتئ: خپله د خوب مرکز، له کوم ځايه لارښوونه اخلي؟ ځواب دا دی چې، د وينې په مرسته کنټرولېږي. د ورځنيو فعاليتونو په ترڅ کې، ځانګړي مواد زمونږ وينې ته لار مومي چې يو يې هم کلسيم دي. وينې ته د کلسيم په داخلېدو سره، د انسان د خوب مرکز خوځښت پيدا کوي او تحريک کېږي. البته چې دې مرکز به وار دمخه د ځينو مخصوصو موادو تر اغېز لاندې حساسيت پيدا کړی وي، چې وروسته د کلسيمو پر وړاندې غبرګون ښکاره کوي.
کله چې د خوب مرکز فعالېږي، دوه کړنې ترسره کېږي:
- د مغز خوب
- د بدن خوب
اوس به راشو د دې دوو برخو توضيح ته.
د خوب د مرکز فعالېدل، زمونږ د مغز يوه برخه تعطيل کوي. په دې صورت کې، مونږ د کار د ترسره کولو اراده نه کوو او خپله هوښياري هم له لاسه ورکوو. دې حالت ته د مغز د خوب حالت ويلی شو.
د خوب د مرکز فعالېدل، همدارنګه د اعصابو ځينې ريښې چې له مغز څخه راوتي دي؛ له کاره غورځوي. په دې صورت کې زمونږ د بدن غړي هم د خوب حالت ځان ته غوره کوي او د فعاليت څخه لاس په سر کېږي. دې وضيعت ته کولی د بدن د خوب حالت ووايو.
معمولا په دې دواړ حالتونو کې يانې د مغز خوب او د بدن خوب د يو او بل سره تړلي او پيوست دي، يانې په همهاله ډول د يو او بل سره مخامخېږي. خو ځينې وختونه دا دواړه وضيعتونه د يو ډول ځانګړو شرايطو تر چتر لاندې له يو او بل څخه واټن اخلي، يانې په کوم حالت کې چې مغز ويده وي؛ بدن تراوسه ويښ وي.
داسې يو حالت په شخص راځي چې، د اعصابو دستګاه يې په طبيعي بڼه کار نه کوي. دا نو هغه شېبه وي چې شخص د خپل د خوب له بسترې پاڅېږي او په داسې وضيعت کې چې مغز يې ويده دی؛ په قدم وهلو پيل کوي او پر لاره ځي.
په خلاصه ډول بايد وويل شي چې: د خوب پر مهال په لاره تلل هغه وخت پېښېږي چې، د مغز د خوب حالت او د بدن د خوب حالت ترمنځ يو زماني واټن رامنځ ته شي او د دې دواړو حالتونو همهالتوب له منځه ولاړ شي.
ژباړه: محمد عزيز پردېس