دهېل راپور ورکړی چې د م،م امنیت شورا پر طالبانو د بندیزونو ارزونه کوي 

0
185

دهېل راپور ورکړی چې د م،م امنیت شورا پر طالبانو د بندیزونو ارزونه کوي 

راپور کې د سیاسي چارو د امریکایي کارپوه له خولې ویل شوي چې امریکا ممکن د دغو بندیزونو تعلیق نور هم وغځوي ځکه چې واشنګټن لا هم یو جوړجاړي ته هیله مندي لري او دا مسئله د جوړجاړي په موخه له افغانستانه بهر سفرونو ته ډېره مهمه ده. د افغانستان ا.ا تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

(2022 / 5 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د هېل راپور ورکړی دی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روان کال د جون په میاشت کې پر طا لبانو د لګول شویو بندیزونو ارزونه کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ا.ا پر لوړپوړو غړو د سفر او معاملاتو بندیزونه لګولي وو خو درې کاله وړاندې یې د جوړجاړي پروسې د مخته وړلو په موخه لګول شوي بندیزونه وځنډول.

د هېل د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې امنیت شورا کې به پر یادو بندیزونو بیا کتنه کېږي.

راپور کې د سیاسي چارو د امریکایي کارپوه له خولې ویل شوي چې امریکا ممکن د دغو بندیزونو تعلیق نور هم وغځوي ځکه چې واشنګټن لا هم یو جوړجاړي ته هیله مندي لري او دا مسئله د جوړجاړي په موخه له افغانستانه بهر سفرونو ته ډېره مهمه ده.

د افغانستان ا.ا تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

Leave a reply