افغان حکومت وايي له امریکا او نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو

افغان حکومت وايي له امریکا او نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو
نوموړي دغه راز د نجونو د ښوونځیو په تړاو ویلي چې زده کړې د هر نارینه او ښځینه حق دی او دوی په دې لټه کې دي چې د افغانانو د کلتور په چوکاټ کې نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړي او دې برخې ته ژمن دي.
(2022 / 5 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغان حکومت وايي له امریکا او نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني له سي ان ان سره په تازه مرکه کې ویلي، دوی د دوحې هوکړې ته ژمن دي او په خبره یې له هېڅ هېواد سره ستونزه نه لري او د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.
د دۀ په خبره د دوحې تر هوکړې او د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته له دغه هېواد سره د افغان حکومت دښمني ختمه شوې او له دوی سره پر دوه اړخیزو ګټو ولاړې اړیکې غواړي.
نوموړي دغه راز د نجونو د ښوونځیو په تړاو ویلي چې زده کړې د هر نارینه او ښځینه حق دی او دوی په دې لټه کې دي چې د افغانانو د کلتور په چوکاټ کې نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړي او دې برخې ته ژمن دي.





