د تیلو نرخ کمولو په اړه د وزیراعظم شهباز شریف لوی ګام او پریکړه

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د پټروليم او خزانې وزارت نه د تېلو په نرخونو کښې د کمولو سمري غوښتې ده.
وزيراعظم د لوي اختر په موقع اولس ته د لوئي خوشخبري ورکولو او په نړيوال بازار كښې د تېلو په نرخونو كښې د كمې فائدې اولس ته رسولو لپاره دا لويه فيصله كړې ده۔
وزيراعظم په خپله غونډه كښې اړوندو وزارتونو ته د تېلو په نرخونو كښې د كمې سمري لېږلو هدايت وكړو۔
غونډې ته په وينا کې وزيراعظم وويل خلکو قربانۍ ورکړي دي اؤ بايد د هغې پوره ميوه واخلى.
شهبازشريف وئيلي دي چې اولس دې په پوره شفافيت سره په نړيوال مارکيټ کې دکمي څخه ګټه پورته کړي او په ژوند کې به نوره اسانتياوې راولي.
د وزيراعظم په مشرۍ كښې شوې غونډه كښې د تېلو او ګازو ريګولېټري اتھارټي (اوګرا) پشمول د نورو وزارتونو او څانګو لوړ پوړو چارواكو هم ګډون وكړو۔
ياده دي وي چي نن په انتخابي جلسه کښي د مسلم ليګ ن نائب صدر مريم نواز وئيلي وو چي وزيراعظم به نن د اولس لپاره د لوئي امدادي پيکج اعلان کوي۔






