د وزیراعظم شهباز شریف د تیلو نرخ کمولو په اړه پریکړه، د وزیرخزانه دریځ هم مخې ته راغلې

باغي ټي وي رپورټ
د وزیر اعظم شهباز شریف د پټرولیم او خزانې وزارت څخه د تیلو په نرخونو کې د کمولو د سمري د غوښتنې په اړه د خزانې د وفاقي وزیر مفتاح اسماعیل دریځ هم مخې ته راغلی دی.
جیو نیوز سره خبرو کښې مفتاح اسماعیل اوویل چې د پټرولو د نرخونو په اړه د پټرولیم ډویژن سمری به سبا جاري کوي.مفتاح اسمعیل وویل چې یو سمري به سبا وزیراعظم ته لیږل کیږي او د هغه د هدایاتو مطابق به فیصله کیږي.د مالیې وزیر ویلي چې سبا به د پیټرولیم مصنوعاتو نوې بیعې هم اعلان شي.
د یادونې ده چې نن وزیراعظم شهباز شریف د تیلو نرخ کمولو په اړه مهمه پریکړه کړې ده. وزيراعظم د لوي اختر په موقع اولس ته د لوئي خوشخبري ورکولو او په نړيوال بازار كښې د تېلو په نرخونو كښې د كمې فائدې اولس ته رسولو لپاره دا لويه فيصله كړې ده۔
وزيراعظم په خپله غونډه كښې اړوندو وزارتونو ته د تېلو په نرخونو كښې د كمې سمري لېږلو هدايت وكړو۔وزیراعظم ویلي دي چې حکومت غواړي اولس ته اسانیتاوې او سهولتونه ورکړي او دوی ژوند اسان کړي.





