دوه غږونه اورم چې عمران خان درواغجن او غل دې: مریم نواز

0
202

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ ن مرستیالې مريم نواز وئيلي دي چي وزيراعظم شهباز شريف به راتلونکي دوه ورځو کښي د پټرولو او ډيزلو په نرخونو کښي کمې اعلان کړي۔

د جهنګ په اټهاره هزاري سیمه کې انتخابي جلسې ته د وینا پر مهال د مسلم لیګ (ن) مشرې مریم نواز وویل، له کله راهیسې چې جهنګ ته راغلې یم، دوه غږونه مې اوریدلي، عمران خان درواغجن او غل دی، هېواد به دیوالیه شوی وي، هغې اوویل چې سختې پرېکړې ی وکړې او تیرې شوې او وس به د پاکستان اولس لپاره ښه زیرې راشي.
مريم نواز وئيلي چې په نړيوال مارکيټ کې د تيلو د نرخونو د کميدو سره سم شهباز شريف سمري راغوښتې ده او شهباز شريف به په دوه ورځو کې د پټرولو او ډيزل په نرخونو کې د کمي اعلان کوي.

مریم نواز اوویل چې شهباز شریف راته وویل چې د جهنګ خلکو ته ووایه چې د دوی ستونزې به کمې شي. هغې اوویل چې دا حکومت غواړي د اولس ستونزې کمې کړي او اولس ته ریلیف ورکړي.

ياده دې وي چې وزيراعظم شهباز شريف د پټروليم او خزانې وزارت نه د تېلو په نرخونو کې د کمولو سمري غوښتې ده او امکان لري چې حکومت به د پیټرولیم مصنوعاتو په نرخونو کښې کمې اعلان کړي ، دا ځکه چې د تیول په نړیوال بازار کښې فی بیرل نرخ ډیر راټیټ شوې دې.
نور خبرونه

د تیلو نرخ کمولو په اړه د وزیراعظم شهباز شریف لوی ګام او پریکړه

د وزیراعظم شهباز شریف د تیلو نرخ کمولو په اړه پریکړه، د وزیرخزانه دریځ هم مخې ته راغلې

Leave a reply