د پاکستان فوځ سرلښکر د سعودي عربستان څخه کراچۍ ته رارسیدلې دې

باغی ټي وي رپورټ
د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه له سعودي عربستان څخه کراچۍ ته رسېدلی او د وروستيو سختو بارانونو او سېلابونو له امله د ځپلو سيمو هوايي ليدنه يې کړې ده.
د پاک فوځ تعلقات عامه اداري آئي ايس پي آر ترمخه آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه د کراچۍ سيلاب صورتحال جاج اخستو لپاره فضائي دوره کړي ده او د فوځ سرلښکر ته په ښار کښي د سيلاب صورتحال جاج اخستو لپاره د امداد په اړه هم بريفنګ ورکړل شو.
د پوځ سرلښکر جنرل قمر جاويد باجوه امدادي هلو ځلو کښې د سول انتظاميې د فوځي مرستې ستائنه کړې او د کراچۍ کور کمانډر ته ئې لارښوونه کړې چې د کراچۍ د خلقو په ګټه دې خپل ټول وسائل استعمال کړي.
کراچۍ ته په رسېدو د کور کمانډر لېفټېننټ جنرال محمد سعيد د پوځ مشر ته هرکلۍ او ستړي مشي اوویل.






