د روس اولس مشر ولادیمیر پوتین د ایران دوره کوي

باغی ټي وي رپورټ
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د جولای په ۱۹ مه د سوریې د سولې په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره ایران ته سفر وکړي.
د بهرنیو خبري اژانسونو له مخې د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ کرملین وايي، د روسیې ولسمشر پوتین به په ایران کې د سوریې د سولې په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي. د کوم لپاره چې ریران به د جولای په 19 روان وي.
د راپورونو له مخې د سوریې د سولې په خبرو کې به د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د روسیې ولسمشر پوتین برخه واخلي.
دا خبره مهمه ده چې د راپورونو له مخې پوتین به تهران ته د خپل سفر په څنډه کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره هم جلا کتنې ولري او د سیمې په اړه به په مهمو موضوع ګانو ټینګار وکړي.
د روس صدر په داسې وخت کښې د ایران سفر کوي چې په دې اونۍ کښې د امریکا اولس مشر هم د سعودي عربستان په دوره راځي او د سعودي عربستان څخه د سفر وړاندې به د امریکا اولس مشر د اسرایل دوره هم وکړي.
دا خبره هم مهمه ده چې د بي بي سي یو راپور مطابق اسرایلي چارواکو په یو بیان کښې سعودي عربستان ته د امن او سولې پیغام ورکړې خو بل اړخ ته ی ایران ته ددې هیواد ا اتومي انرژې او قوت پروګرام ته د دوام ورکولو په لړ کښې ګواښ هم کړې دې.





