د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه او چټګ توپ اچوونکی نوين الحق د انګلستان په ويټالټي بلاست شل اوريزو کرکټ سياليو کې لومړی توپ اچوونکی شو چې په سږني پړاو سياليو کې تر دې دمه يې ډېرې وېکټې اخيستي دي.
افغان لوبغاړی نوين الحق د دغه ليګ له لېسيټشراين فوکسس لوبډلې سره لوبېږي چې تر دې دمه د دغه ليګ مخکښ توپ اچوونکی دی چې له ۲۳ پورته ډېرې وېکټې يې اخيستي دي.
د انګلستان په ويټالټي بلاست سياليو کې د نوين الحق ترڅنګ درې نور افغان لوبغاړي، راشد خان، ظاهر خان او قيس احمد هم لوبېږي.
د يادونې وړ ده چې نوين الحق د ياد ليګ په تېر پړاو کې هم ترټولو مخکښ لوبغاړی ؤ چې ډېرې وېکټې يې اخيستې وې.
د کرکټ د چارو شنونکی او خبريال جعفر هاند په خپلې ټوېټر پاڼه ليکلي چې نوين الحق د شل اوريزو لوبو ښه او مجرب او لوبغاړی دی او هيله يې ښودلې چې د افغانستان کرکټ بورډ له آيرلنډ هېواد سره په راتلونکو شل اوريزو لوبو کې دغه لوبغاړی په لوبډله کې شامل کړي. نوموړي ويلي چې نوين الحق د آیرلنډ له هوا، پيچ، ډګر او نورو ټولو اړوندو مسايلو سره ښه بلد دی، نو ځکه يې په راتلونکو لوبو کې د هغه په شاملېدو ټينګار کړی دی.
هېره دې نه وي چې تمه د افغانستان کرکټ غوره ليګ يا شپږيزه سيالۍ هم په روانې ميلادې مياشت کې په کابل کې پيل شي. په دغه ليګ ۸ لوبډلې شاملي دي چې د مخکښو افغان لوبغاړو ترڅنګ به پکې کورني تکړه لوبغاړي هم ولوبېږي.