هلمند ولایت کې د سلطان معسود کلا لۀ غاصبینو بېرته ژغورل شوې ده 

0
91

هلمند ولایت کې د سلطان معسود کلا لۀ غاصبینو بېرته ژغورل شوې ده 

هلمند هغه ولايت دی چې د هېواد په کچه د پراخ مساحت ترڅنګ ډېری لرغوني ابدات او تاريخي ودانۍ لري چي له بده مرغه يې د کورنيو جګړو پر مهال يو شمېر لرغوني او تاريخي کلاګانې له غصب او ورانۍ سره مخ شوې دي، چې له ډلې یې یوه د سلطان مسعود ماڼۍ وه.

 

(2021 / 12 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار اړوند په لومړۍ حوزه کې پرته د سلطان مسعود تاریخي ماڼۍ چې شاوخوا ۱۳ سوه کاله تاریخ لري او خلکو غصب کړې وه، لۀ غاصیبینو خلاصه شوه.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند د تاريخي ابداتو د ساتنې مدير مولوي حمدالله مدثر نن رسنیو ته وويل: ” یاده تاریخي ماڼۍ چې ۶۰ کورنیو په خپل سر په کې اړولي وؤ تر هلو ځلو وروسته په بشپړه توګه پاکه شوه.”

ښاغلی مدثر زیاتوي چې د دې ماڼۍ د بیارغونې لپاره به یې کارونه پیل شي، څو خپل تاریخي ارزښت له لاسه ورنه کړي.

هغه وویل: «د اطلاعاتو او فرهنګ رياست هوډ لري چې د هلمند ولايت اړوند ټول لرغوني او تاريخي ځایونه د غاصبينو له منګولو خلاص او عاملین یي د شرعي اصولو اړوند مجازات کړي.»

ورته مهال بیا یو ليکوال او تاريخ څېړونکی محمد اسماعيل شريعت يار هم وایي، هلمند د هېواد په کچه هغه لرغونی او تاريخي ولايت دی چې د اوږده او څپانده سيند پر غاړه يې تمدنونه رامنځته شوي او زرګونه کلونه وړاندې دا سیمه له برمه ډکه سیمه وه او بېلابېل نومیالي یې روزلي دي.

د ده په وينا، هلمند د نورو تمدنونو ترڅنګ په سياسي، علمي او ادبي برخو کې هغه ولايت دی چې په ځينو تاريخونو کې ورته د علم زانګو او د پښتو ادب پلازمېنه ويل شوې ده.

شریعت یار په دې اړه وایي: «دا ماڼۍ د غزنوي واکمنانو ژمنی ټاټوبی و چې په دوبي کې به په غزني او په ژمي کې به همدلته اوسېدل او له همدې ځایه به یې د هېواد چارې سمبالولې.»

دغه راز ښاغلي شريعت يار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لۀ خوا د دغه نېک او بې ساري اقدام ستاينه وکړه.

همداراز نوموړي د اطلاعاتو او فرهنګ له مسولينو وغوښتل، څو ټول هغه تاريخي ابدات چې د کورنيو جګړو پرمهال وران شوي او غصب شوي، د هغوی د ژغورنې او ساتنې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

هغه وایي: «هیله مو دا ده چې په دغه ولایت کې د ټولو تاریخي ځاینونو کلکه ساتنه وشي. که دا کار دوام وکړي، د تاریخي ځایونو ساتنې ته ارزښت ورکول کېږي.»

بلخوا بیا یو بل لیکوال، شاعر او د دغه ولایت د ادبي بهیر مشر سیدمحمد حیرت هم تاریخي میراثونه د هېواد ملي شتمني یاده کړه.

هغه وایي، د تاریخي سیمو ساتنه هم د حکومت او د ملت دنده ده چې باید د غصب او تخریب مخنیوی یې وشي.

نوموړي زیاته کړه: «د تاریخي سیمو ساتنه د حکومت او ملت دنده ده، باید ورانېدو ته پاتې نه شي او په بیارغونه کې یې هڅې وشي. په دې سره به راتلونکي نسلونه پر خپل تاریخ خبر شي.»

هلمند هغه ولايت دی چې د هېواد په کچه د پراخ مساحت ترڅنګ ډېری لرغوني ابدات او تاريخي ودانۍ لري چي له بده مرغه يې د کورنيو جګړو پر مهال يو شمېر لرغوني او تاريخي کلاګانې له غصب او ورانۍ سره مخ شوې دي، چې له ډلې یې یوه د سلطان مسعود ماڼۍ وه.

Leave a reply