طالبان: فراه ولایت کې د امنیت د تامین لپاره امنیتي پوستې ډېروو 

0
91

طالبان: فراه ولایت کې د امنیت د تامین لپاره امنیتي پوستې ډېروو 

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د فراه په ښار او ولسوالیو کې د طالبانو شمېر کم دی.

د فراه یو شمېر اوسېدونکو ځینو رسنیو ته ویلي، چې د فراه په ولسوالیو او لویو لارو کې د طالبانو شمېر ډېر کم دی.

 

(2021 / 12  / 8 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په فراه ولایت کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، دغه ډله د ناامنیو د پراخېدو د مخنیوي لپاره په ښار او ولسوالیو کې امنیتي پوستې جوړوي.

د فراه لپاره د طالبانو د امنیت امر نعمت الله معصوم په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د دې ډلې ځواکونه به له خلکو سره د امنیت د تامین لپاره کار وکړي.

نوموړی ټینګار کوي چې د فراه په ښار او ولسوالیو کې به د ناامنیو مخه ونیول شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د فراه په ښار او ولسوالیو کې د طالبانو شمېر کم دی.

د فراه یو شمېر اوسېدونکو ځینو رسنیو ته ویلي، چې د فراه په ولسوالیو او لویو لارو کې د طالبانو شمېر ډېر کم دی.

د فراه اوسېدونکو زياته کړه، چې د سيټ کمربندونو د نشتوالي له امله ناامنۍ زياتېږي.

فراه د افغانستان په لوېدیځ کې د پخواني حکومت پر مهال د طالبانو د واک مرکز و. په دغه ولايت کې دوسله والو طالبانو زيات شمير شتون درلود.

 

Leave a reply