د اسلامي امارت معاشاتو او تشکیلاتو د تنظیم کمیسیون غونډه کې پر ځینو مسایلو بحث ترسره شوی.
د اسلامي امارت معاشاتو او تشکیلاتو د تنظیم کمیسیون غونډه کې پر ځینو مسایلو بحث ترسره شوی.
12 فبروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه تیره ورځ ترسره شوه.
دغه غونډه چې د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون د غړو او د تفتيش عالي ادارې او له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې استازو په حضور کې ترسره شوه؛ د ۱۴۰۲ کال پر تشکيل، بودجې او مالي پلان او همداراز د مخکېني کال پر کړنو او لاسته راوړنو بحث وکړ او هغه يې وارزول.
همداراز ټينګار وشو چې ادارې دې د تشکيلاتي تورم مخنيوی وکړي او مسلکي برخو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.
همدا راز خبر زیاتوي چې یاده غونډه کې د شهيدانو او معلولينو او بهرنيو چارو وزارتونو د تشکیلاتو په اړه هر اړخيز بحث او خبرې وشوې او د یادو مواردو په اړه لازم تصميمونه ونیول شول.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د معاشاتو او تشکیلاتو د تنظیم کمېسیون غونډه جوړه شوه.
په پای کې، د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون له لوري د پورته ادارو د ۱۴۰۲ کال تشکيل، بودجې او مالي پلان په اړه لازم تصميمونه ونيول شول.