د شهباز ګل د درملنې او میډیکل راپور په اړه جوړي شوي میډیکل بورډ کښې نوې بدلون شوې دې
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف د مشر شهباز ګل د علاج لپاره جوړ شوی نوی میډیکل بورډ کښې بدلون شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې ډاکټر عاطف انعام د کلینیکي مصروفیتونو له امله له بورډ څخه وتلی او پر ځای یې د پمز روغتون عمومي جراح ډاکټر طارق عبدالله په طبي بورډ کې شامل شوی دی.
ياده دي وي چي د شهبازګل علاج لپاره تيره ورځ څلور کسيزه ميډيکل بورډ هم جوړ کړے شوے وو۔
دا خبره د یادونې ده چې پرون د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د چيف آف سټاف عمران خان شهباز ګل د طبي معاينې لپاره يو نوے ميډيکل بورډ جوړ کړے شوے وو.
دسرچينو ترمخه د شهباز ګل طبي معايناتو لپاره څلور کسيز ميډيکل بورډ جوړ کړل شوى، د نوي ميډيکل بورډ مشري به د اسوشيټيټ پروفيسر شفاعت رسول کوي، په ميډيکل بورډ کې ډاکټر سلمان، ډاکټر انعام شامي او ډاکټر ضياء شامل دي . سرچينې وائي چې ميډيکل بورډ به دشهبازګل دعلاج ترڅنګ دتشدد په اړه هم رپورټ تيار کړي.
نور خبرونه
د پاکستان فوځ او ملکي ادارو په ضد بیانونه، پیمرا د عمران خان وینا په ژوندي خپرونه بندیز لګولې دې
پاکستان د غټو موټرو چلووونکو ته د تجارت د پراختیا پۀ موخه ویزې ورکوي