لوګر وروستیو سیلابونو ۲۰ کسه وژلي او ۳۰۰۰ کورونه یې وران کړي دي
لوګر وروستیو سیلابونو ۲۰ کسه وژلي او ۳۰۰۰ کورونه یې وران کړي دي
د محمداغې ولسوالۍ د “دينو” کلي اوسېدونکي کريم الله وويل، چې د دې ولسوالۍ په “دادوي” سيمه کې د دوو ښځو مړي موندل شوي او سېلابونو لسګونه کورونه او زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه کړې ده.
نوموړی زیاتوي، چې د لوګر د سیند اوبه هر ساعت ډېرېږي، چې سلګونه کورونه یې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ کړي او حکومت باید دغه کورنۍ خوندي ځایونو ته ولېږدوي.
(2022 / 8 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، چې د تېرې ورځې له سختو اورښتونو وروسته د دغه ولایت په مرکز پل علم ښار او خوښي او محمداغې ولسوالیو کې سېلاب راوتلی دی.
د لوګر د والي ویاند عمر منصور رسنیو ته وویل، چې د دغو سېلابونو په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي دي.
د لوګر د والي ویاند زیاتوي، چې په خوښۍ ولسوالۍ کې شاوخوا درې زره کورونه ویجاړ شوي او دوه زره څاروي هم له منځه تللي دي.
د ښاغلي منصور په وینا، د لوګر د سیمه ییزې ادارې په هڅو تېره شپه سلګونه کورنۍ له سېلاب ځپلو سیمو خوندي سیمو ته لېږدول شوي او ټاکل شوې چې د خوښۍ ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه د سېلابونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ یو کمپ ته ولېږدول شي.
په همدې حال کې د خوښۍ ولسوالۍ یو قومي مشر لطف الله رسنیو ته وویل، چې د تېرې ورځې سېلابونو له امله د دې ولسوالۍ د “ابتک” سیمه سخت زیانمنه شوې ده.
د محمداغې ولسوالۍ د “دينو” کلي اوسېدونکي کريم الله وويل، چې د دې ولسوالۍ په “دادوي” سيمه کې د دوو ښځو مړي موندل شوي او سېلابونو لسګونه کورونه او زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه کړې ده.
نوموړی زیاتوي، چې د لوګر د سیند اوبه هر ساعت ډېرېږي، چې سلګونه کورونه یې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ کړي او حکومت باید دغه کورنۍ خوندي ځایونو ته ولېږدوي.
اړوند موضوعات:
جنوبي وزیرستان کښې بارانونو او سیلابونو له امله تباهي شوې، دوه ماشومان هم مړه شوي
د يادونې وړ ده، چې سېلابونو تر دې وړاندې هم په پل علم ښار او د لوګر په محمد اغې، خوښۍ، بره کي برک، څرخ او خروار ولسواليو کې خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.