لنډي کوتل کښې ماشومان د موبایل کارولو عادتي شوي، مورپلار ی سخت اندیښمن کړي دي

0
22

نصیب شاه شینواري
پوهان وایی چې کوم ماشومان چې موبایل ټیلیفون کاروي ،د موبایل کارول ددې ماشومانو په ذهن او په بدن ډیر بد اثر کوي. پوهان زیاتوي چې د موبایل کارول د ماشومانو په شخصي او معاشرتي ژوند هم ډیربد اثر غورځوي.
د موبایل فون کاروال ماشومان څومره بد اغیزمن کوي، په دې اړه مو د انګریزۍ ژبې اتلسم ۱۸ ګریډ استاذ او تعلیم پوهه پروفیسر شیر عالم شینواري څخه چې اوپوښتل نو وې ویل چې جدید تحقیق وایی چې په تیرو ۲۰ شل یا ۲۵ پینځه ویشت کاله کښې چې کوم نسل پیدا شوې دې ،په دې نسل کښې د موبایل فون او سوشل میډیا کارولو دا ماشومان او کم عمره ځوانان ډیر بد اغیزمن کړي دي.

نوموړي وایی چې په دې جدید ریسرچ کښې ویل شوي دي چې دا ماشومان کوم چې موبایل فون کاروي او سوشل میډیا هم استعمالوی نو دا لیدل شوي دي چې دداسې ماشومانو او ځوانانو مرګ په ډیر کم عمر کښې مخ ته راشي او خپل مور پلار ته ی لوی غم او زیان رسولې دې.
نوموړي وایی چې په دې پلټنو کښې ویل شوی دي چې هغه ماشومان او ځوانان چې موبایل فون او سوشل میډیا کاروي په جسماني او ذهني توګه ډیر کمزوري وي ،زیاتوي چې دوی منډه نه شي وهلي او په جسماني توګه کمزوري وی نو دوی بل کوم مشکل وخت کښې د خپل جسم په اړه دفاع نه شي کولې او جسم ی ورځ تر ورځ نور هم کمزورې کیږي.
تعلیم پوهه یوې بلې مهمې موضوع ته هم پام راو ګرځول او وې ویل چې هغه ماشومان او ځوانان چې موبایل،سوشل میډیا کاروي نو په دوی کښې د مشرانو،استاذانو او د کشرانو عزت او احترام نه وي چې دا زمونږ د ټولنې یوه بله لویه ستونزه ده او نن سبا مونږ وینو ګورو چې کله دا ماشومان او ځوانان د مشرانو او استاذانو عزت و نه کړي نو په کورونو او حجرو کښې ترې جهګړې هم جوړې شي او مور پلار ی په نور غم اخته شي.
نوموړي وایی چې کله ماشوم له په لاس کښې موبایل ورکړل شو نو هغه په ډیر کم عمر کښې په لوی غم اخته شو او دې موبایل ددې ماشوم ، د هغه مور پلار او د ټولنې ترمینځ یو ډیر لوی تقسیم او فرق پیدا کړو او دا ماشوم بیا خپل مور او پلار او د ټولنې نورو وګړو ته کومه ځانګړې پاملرنه نه کوي چې لامل ی دا شي چې په کور کښې ددې ماشوم او مور پلار ترمینځ اړیکې خرابې شی او مور پلار ی په یوه لویه ستونزه کښې راګیر شي.
نوموړي نه مو چې کله پوښتنه وکړه چې ماشومان به څنګه د موبایل کارولو څخه بچ کړي نو وې ویل چې د موبایل کارول هم یوه نشه ده او کله چې یو انسان په نشه عادت شی نو ددې بیا علاج کولې شي.
نوموړي اوویل چې هغه ماشومان چې موبایل فون کاروي باید مور او پلار ی په رو رو د موبایل څخه پام واړوي او په نورو داسې مثبتو کارونو کښې ی بوخت کړي چې د موبایل نه ی زړه تور شي.
نوموړي وایی چې په اروپا کښې هم د ماشومانو په لاس کښې موبایل خو ورکړل شو خو وس دوی پوهه شو چې موبایل کارول ددوی لپاره ګټه ور نه دي او تاسو به کتلې وی چې په سوشل میډیا داسې ویډیوګانې خپرې شوی دي چې ماشومان چې ښوونځي ته ننوځي نو خپل موبایلونه د سکول کوټې مخې ته په یو میز باندې ږدي او دوی خپل د ښوونځي جماعت ته ننوځي.
نوموړي وایی چې کوم ځوانان او ماشومان چې موبایل فون او سوشل میډیا کاروي ،په دوی کښې د ډیر زر پریکړې کولو ستونزې پیدا شوي دي، هغه زیاتوی چې دا ماشومان ډیر جذباتي وي ،د مشرانو او مور پلار خبرو او مشورو له ډیره توجه نه ورکوي او هم دغه ی لامل شی چې ددوی ژوند د ډیرو کړاوونو او ستونزو ډک شی او ژوند ی سخت شي.
پروفیسر وایی چې دا ماشومان ډیر بې صبره وي ،زر فیصله کوي چې له وجهې ی دوی ډیرو نورو ستونزو سره مخ شي.
نوموړي وایی چې یورپ هم وس واپس کوشش کوي چې د ماشومانو څخه واپس موبایل فون واخلي او هغه پخواني وخت ته ی راولي او دوی په جسماني کارونو کښې بوخت کړي.
پروفیسر وایی چې موبایل فون د انسان زیات بصارت(نظر) او د اوریدو قوت سماعت زیات متاثر کوی او هم دا وجهه ده چې نن سبا د ماشومانو بصارت او سماعت بد اغیزمن شوې دې، هغه وایی چې کله د انسان دا دوه بنیادي قوتونه بد متاثرشی نو بیا د هغه بصیرت او د زده کړې قوت هم بد اغیزمن کیږي.
نوموړې وایی چې د موبایل دا بد عادت به په کومه طریقه د ماشومانو ژوند څخه اوباسو،هغه زیاتوي چې باید مور او پلار په خپله ماشومانو په وړاندې موبایل و نه کاروي.
هغه وایی چې دا عادت به مونږ په خپله ختموو چې په لاس کښې مونږ کتاب راواخلو او د موبایل استعمال پریږدو.

طیب خان وایی چې په لنډي کوتل سیمه کښې وینم چې پلاران خپلو بچو له موبایل په لاس کښې ورکړي او تر ډیر وخت پورې ی دا ماشومان کاروي، هغه زیاتوي چې په داسې وخت کښې چې دې ماشوم څخه څوک موبایل ټیلیفون اخستل اوغواړي نو دا ماشومان انکار کوي او که موبایل ترې واخستل شی نو دا ماشوم خپل پلار سره په جنګ شی او یو اړخ ته په ډیره خاموشۍ کیښني.
د طیب خان دا خبره چې دا ماشوم چې موبایل ترې واخستل شی او یو اړخ ته خفه کیښني دا څرګندوي چې دا ماشوم په نفسیاتي توګه ډیر بد اغیزمن شوې دې او دا به ددې ماشوم ټول ژوند ډیر بد متاثره کړي.
هغه وایی چې ماشوم باید په مزه مزه او په ښه خبره د موبایل څخه بچ کړو او دا ماشوم په داسې نورو ګټور کارونو کښې مشغول کړو چې موبایل نه ی زړه تور شی او دا بد کار پریږدي.
د حسیب خان مور او پلار هم شکایت کوي چې ددوی دویم ټولګي ماشوم ډیر زیات ضد کوي او موبایل کاروي چې دوی ی ډیر زیات اندیښمن کړي دي.
ددې ماشوم پلار وایی چې هغه هروخت هڅه کوي چې خپل ماشوم د موبایل کارولو څخه بچ کړي خو ماشوم ی هروخت ضد کوي او موبایل کاروي. د ماشوم پلار وایی چې د موبایل کارولو له وجهې ماشوم په سبق کښې هم کمزورې شوي دې ځکه چې کتاب نه ی زړه تور شوې دې او چې موبایل اوویني نو بس منډه کړي او موبایل لاس کښې را واخلی .

د ماشوم پلار اندیښمن دې او د سکول مشر سره ی هم ولیدل چې خپل ماشوم د موبایل نه منع کړي.
پوهانو یو شمیر داسې نورګټه ور کارونه ښودلي دي چې ماشوم د موبایل فون کارولو څخه بچ کړي.
پوهان وایی چې باید دا ماشوم د کور په نورو ګټورو کارونو کښې مشغول کړو، دا ماشوم په جسماني لوبو کښې بوخت کړو چې د موبایل بلا څخه ی بچ کړو.
پوهان وایی چې مورپلار او د سکول استاذان باید ماشومان په دې پوهه کړي چې د موبایل کارول ددوی صحت او عام ژوند لپاره زیان رسوونکې دي او دوی باید د موبایل کارول پریږدي. پوهان زیاتوي چې کله مورپلار باید خپل ماشوم له زیات وخت ورکړي ځکه چې زیات وخت ورکولو سره به د ماشوم او مور پلار ترمینځ اړیکې زیاتې شی او ماشوم به د موبایل کارولو څخه بچ شي.
………………….

Leave a reply