د عمران خان په ضد قانوني چلند لپاره په وزارت داخله کښې مهمه غونډه شوې ده

0
46

باغی ټي وي رپورټ
داخله وزارت کښې شوې غونډه کښې د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان خلاف د قانوني کاروائي په اړه په مختلفو آپشنونو غور کيږي۔

دسرچينو ترمخه داخله وزارت کې شوې غونډه کې دقانون وزارت اؤ پوليس افسران هم برخه اخلي اؤ دعمران خان په ضد دقانوني کارروايۍ لپاره په بيلا بيلو آپشنونو غور کيږي.

سرچينې وايي چې غونډې ته وويل شول چې د سترې محکمې د پرېکړې له مخې د يوې پېښې په اړه 2 ايف آئي آر نه شي کېدى، د شهبازګل په حق کې ویستل شوې ريلي د دفعه 144 خلاف ورزي هم وه.
سرچينې وائي داخله وزارت دعمران خان په ضد دقانوني کارروايۍ لپاره په 2 آپشنونو دايډووکیٹ جنرل اؤ قانون وزارت نظر غوښتى دى.

دسرچينو ترمخه په دې اړه نظر غوښتل شوى چې دعمران خان په ضد دې په جلا توګه مقدمه درج کړل شي يا دې د شهباز ګل مقدمې برخه جوړ کړل شي.

سرچينې وائي چې دعمران خان په ضد دکيس په اړه به فيصله دعدليې او قانون دوزارت تر نظر لاندې کولى شي.
ياده دې وي چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناء الله هم تېره ورځ په يوه خبري غونډه کې ويلي وو چې په دې کې شک نشته چې عمران خان بايد ونيول شي او بايد د هغه په نوم ونومول شي.
وزیر داخله ویلي وو چې دوی په دې لټه کې دي چې د عمران خان پر ضد نوې مقدمه درج کړي او یا هم د شهباز ګل په قضیه کښې د عمران خان په ضد قانوني چلند وشي.
نور خبرونه

د شهباز ګل د درملنې او میډیکل راپور په اړه جوړي شوي میډیکل بورډ کښې نوې بدلون شوې دې

Leave a reply